پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کمېسيون: په اته ورځوکې به ټول شکایتونه وځېړي
نیټه: Tue, 08 Oct 2019 10:53:33 +0000

 

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي په ۸ ورځو کې به د ټاکنو د ورځې په اړه ټول شکایتونه وڅېړي. 
د دغه کمېسیون چارواکي وايي چې یو شمېر شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په تړاو دي چې ممکن د رایو پر باطلېدو او د ټاکنو پر پایله اغېز ولري. 
دغه بنسټ وايي چې د شکایت څېړنې بهیر ۵۰ سلنه مخکې تللی. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار ویلي، د ټاکنو په اړه شکایتونه په ۳۲ مواردو کې و چې ۵۴۱۲ را رسېدلي او لومړني مراحل یې پای ته رسېدلي دي. 
دی وايي په ځینو ولایتونو کې هم شکایتونه د څېړنې په حال کې دي او د ځینو په اړه یې پرېکړې هم شوې دي.
 د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي که د ټاکنیزو جرمونو په اړه اسناد وي نو د ټاکنو پر پایلو هم اغیز کوي. رویدار هیله ښیې چې په راتلونکو اتو ورځو کې د دې کمېسیون پاتې کارونه هم پای ته رسیږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته