پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پولیسو هغه طالب وژلې چې غوښتل يي درایه ورکوونکو ګوتې پرې کړي
نیټه: Tue, 08 Oct 2019 11:47:50 +0000

 

  د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې پولیسو د طالبانو هغه سرګروپ وژلی چې د چارواکو په خبره غوښتل یې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو ګوتې پرې کړي.
د سرپل د پولیسو ویاند ويلي چې دوسله والو طالبانو قوماندان قاري ناصر پوسته جوړه کړې وه او غوښتل یې له خلکو پیسې واخلي او د هغو کسانو ګوتې پرې کړي چې په ټاکنو کې یې رایه ورکړې ده.
د سرپل د پولیسو ویاند نورآقا فیضي ویلي قاري ناصر په ټاکنو کې د ګډون کوونکو کسانو پېژندلو لپاره د سانچارک ولسوالۍ په توپخانې سیمه کې پوسته جوړه کړې وه.
فیضي وویل، دغه طالب سرګروپ غوښتل له خلکو پیسې واخلي او د هغو کسانو ګوتې پرې کړي چې په ټاکنو کې یې رایه کارولې وي.
د پولیسو ویاند وویل چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې قاري ناصر وژل شوی او دوه نور ملګري یې ټپيان شوي دي.
لا تر اوسه وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته