پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې قومي مخور د ټاکنو په ملاتړ راټول شوي
نیټه: Tue, 08 Oct 2019 12:09:33 +0000

 

ﭘﻪ ﻧﻨګرﻫﺎﺭ کې ﺩﻣﻮﻣﻨﺪﻭ ﺷﻮﺭﺍ ﺩﺍ ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺨﻮﺭ ﺩ۱۳۹۸ﮐﺎﻝ ﺩﻭﻟﺴﻤﺸﺮﻳﺰﻭ ټاﮐﻨﻮ ﭘﻪ ﻣﻼﺗړ ﺭﺍټول ﺷﻮﻱ.
ﻗﻮﻣﻲ ﻣﺨﻮﺭ ﻭﺍﻳﯥ ﻭﻟﺴﻮﻧﻮ ﺩټا ﮐﻨﻮ ﺩ ﺗﺮﺳﺮﺍﻭﻱ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻗﺮﺑﺎﻧﻲ ﻭﺭﮐړﻱ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺳﺨﺘﻮ ﺍﻣﻨﻴﺘﻲ ﺷﺮﺍﻳﻄﻮ ﮐﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ولسمشریزو ټاﮐﻨﻮکې ﺑﺮﺧﻪ ﺍﺧﻴﺴﺘﻲ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﻳﯥ ﺩټاﮐﻨﻮ ﮐﻤﻴﺴﻴﻮن ﺍﻭ ﻧړﻳﻮﺍﻟﻲ ټوﻟﻨﻲ ﻏﻮﺍړﻱ ﭼﯥ ﺩټاﮐﻨﻮ ﭘﻪ ﭘﺎﻳﻠﻮ ﮐﯥ ﺩﻱ د ﻻﺱ ﻭﻫﻨﻲ ﺍﻭ ﺟﻨﺠﺎﻟﻲ ﮐﻴﺪﻭ ﻣﺨﻨﻮﯼ ﻭﮐړﻱ.
په ننګرهار ولایت کې ﺩ ﻭﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮﺭﺍ ﺭﻳﻴﺲ احمد علي حضرت ﮐﻪ څه هم ﭘﻪ ښکاره ﺩﮐﻮﻡ ټاﮐﻨﯧﺰ ﻧﻮﻡ ﻭﺍنخيست ﺧﻮ ﻭﻳﯥ ﻭﻳﻞ ځينې ټاﮐﻨﻴﺰ ټيموﻧﻪ ﭘﻪ ختيځ ﺯﻭﻥ ﮐﯥ ﺩټاﮐﻨﻮ ﭘﻪ ﺷفا ﻓﻴﺖ ﻧﻴﻮﮐﻪ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﺩﺍ ﭼﺎﺭﻩ ﺩ ﻭﻟﺴﻮﻧﻮ ﺍﺭﺍﺩﻱ ﺗﻪ ﺳﭙﮑﺎﻭﯼ ﺑﻮﻟﻲ.
د و ﻻﻳﺘﻲ ﺷﻮﺭﺍ ﺭﻳﻴﺲ ﺩ ټاﮐﻨﻮ ﻟﻪ ﮐﻤﻴﺴﻴﻮﻥ ﻏﻮښتنه ﻭﮐړﻩ ﭼﯥ ﺩﭘﺎﮐﻮ ﺍﻭ ﻧﺎﭘﺎﮐﻮ ﺭﺍﻳﻮ ﭘﻪ ﺑﻴﻠﻴﺪﻭ ﺳﺮﻩ ﻫﺮ څوﻣﺮﻩ ﮊﺭ ﭼﯥ ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ ﺩﻭﻟﺴﻤﺸﺮﻳﺰﻭ ټآﮐﻨﻮ ﭘﺎﻳﻠﻲ ﺍﻋﻼﻥ ﮐړﻱ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته