پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سوداګر: پاکستان دافغانستان شوکاڼي په خپل نوم نورو هېواونو ته لېږدوي
نیټه: Tue, 08 Oct 2019 13:37:08 +0000

 

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې په زیاته کچه د شوکاڼي یا تلک کانونه موجود دي، چې ترې استخراج کېدونکی تلک نورو هېوادونو او په ځانګړي توګه پاکستان ته صادرېږي.

د شوکاڼي اتحادي مسوولینو یوه خبرې کانفرانس ته وویل، دغه هېواد له دې ځایه ور لېږدونکي تلک په خپل نامه نورو هېوادونو ته صادروي او دوی هڅه پیل کړي، تر څو افغان سوداګر په لویه کچه  په خپل نوم شوکاڼي نورو هېوادونو ته ولېږدوي، چې د اقتصاد له اړخه به ډېره ګټه ولري.
په خبرې ناسته کې د پانګونې او کانونو خونې مشر د دوی د کارونو پر وړاندې پر  شته ننګونو اندېښنې شریکې کړي او له مسوولو چارواکو یې وغوښتل، چې د حل لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.
دلته د شوکاني پر قاچاق هم سوداګرو خبرې وکړي، چې لا هم دغه ناقانوني موجوده او یو شمېر مسوولین په کې هم ښکېل دي. 
خو ولایتي اداره وایي، دوې د قاچاق د مخنیوي لپاره کار کوي او که پدې اړه کوم شواهد موجود وي شریک دې کړی شي.
سوداګر نیوکي لري او وايي تل ورسره حکومت د ستونزو د بنسټيز هواري په برخه کې ژمنې کړي خو هغه شان چې په کار ده عملي کړي یې ندي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته