پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

المان حکومت ۴۴ افغان کډوال په جبري توګه ویستل
نیټه: Wed, 09 Oct 2019 09:56:14 +0000

 

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر منصوبین وایي د آلمان حکومت د ۴۴ افغان کډوالو یوه الوتکه کابل ته رالېږلې ده. 
ددوی په خبره په دې کې هغه افغان کډوال شامل دي چې د پنا غوښتنه یې په المان کې نه ده منل شوې. 
المان له میاشتو راهیسې له افغان حکومت سره تر یوې هوکړې وروسته سلګونه افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي. 
په دې وروستیو کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو د المان پر دغه کار نیوکه هم کړې ده خو المان لا هم د کډوالو ایستلو ته ادامه ورکوي.
 المان تر دې دمه په ۲۸ پروازونو کې ۷۲۰ افغان کډوال بېرته کابل ته رالېږلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته