پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې د پوځي عملياتو پر مهال ملکیان وژل شوي
نیټه: Thu, 10 Oct 2019 11:53:34 +0000

 

د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د یاد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې عملیات کړي چې پر مهال یې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
 نن سهار لغمان کې ولسي خلکو د وژل شویو ملکیانو جنازې ولایت مقام مخې ته ایښي وې او د عملیات کوونکو ځواکونو د محاکمې غوښتنه یې کوله
. که څه هم په کابل کې د ملي امنیت ریاست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي عملیات منلي او زیاته کړې یې ده چې په دې عملیاتو کې یو شمیر وسله وال هم وژل شوي دي. 
د هغه په خبره، داسې معلومات شته چې په وژل شویو کې ملکیان هم شامل دي او د همدې موضوع د څېړنې لپاره یو پلټونکی پلاوی سیمې ته استول شوی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته