پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د څار بنسټونه : په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وه
نیټه: Thu, 10 Oct 2019 12:14:46 +0000

 

پر ټاکنو د څار بنسټونه وایي، د جمهوري ریاست نوماندانو خلکو ته برنامې نه درلودې.
پر ټاکنو د ازاد څار بنسټ رییس مبین الله ایماق پنجشنبه پر ټاکنو د څار بنسټونو په غونډه کې څرګنده کړه چې د جمهوري ریاست په ټاکنو د خلکو د کمرنګ ګډون یو عمده لامل د نوماندانو د برنامو نشت و.
نوموړی وایي، د جمهوري ریاست نوماندانو پخپلو ټاکنیزو غونډو کې د برنامو وړاندې کولو پر ځای پر یو بل تورونه لګول او پر ټاکنزو غونډو یې له ټاکلې اندازې ډېر لګښت کړی دی.
کلیپ 
مبین الله ایماق  پر ټاکنو د ازاد څار بنسټ رییس
د ټاکنو د څار بنسټ یو بل غړي وايي په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه کمه وه او د ټاکنو کمېسیون څخه یې غوښتنه وکړه چې د هغو ارقام په اړه خلکو ته معلومات وکړي چې ویلي په ټاکنو کې ۲.۷ میلونه خلکو برخه اخیستې وه .
کليپ 
حبیب الله شینواری  پر ټاکنو د ازاد څار بنسټ پروګرامونو مسؤل
که څه هم پر ټاکنو کمېسیون د امکانانو د نشت او د پایلو د ژر نه اعلانېدو له کبله نیوکې ډېرې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو د کمېټې مسول رفیق صدیقي وایي، چې دغه کمېسیون د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رایه ورکوونکو ته ۹۵ فیصده اسانتیاوې برابرې کړې وې او دغه لړۍ په ښه ډول ترسره شوه.
رفیق صدیقي
ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو د کمېټې مسول
نوموړي د یو شمېر رسنیو پرخبریالانو هم نیوکه وکړه چې د خبري پوښښ پر مهال دې د ژرنالېزم اصول په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې نن پر ټاکنو د څار بنسټونو د غوندې تر پیلېدو وړاندې د دوو خصوصي رسنیو د خبریالانو تر منځ د خبري پوښښ پر مهال فزیکي شخړه وشوه.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته