پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې دپوليسو او وکیلانو ترمنځ شخړه شوې
نیټه: Sat, 12 Oct 2019 11:31:25 +0000

 

تېره شپه د کابل ښار د پلچرخي په سیمه کې د پولیسو او وکیلانو تر منځ شخړه رامنځته شوې ده. 
پولیسو پرون ګمرک ته څېرمه د یوه وکیل د تورو ښيښو موټر درولی او د ښيښو سپینولو یې ورته ویلي خو وکیل له دې کار سره مخالفت ښودلی او دا یې د ځان سپکاوی بللی دی. 
راپورونه وايي چې وروسته د پولیسو او د وکیل د ساتونکي ترمنځ شخړه رامنځته شوې او پولیسو د وکیل ساتونکی نيولی دی، خو له پېښې وروسته سیمې ته ګڼ نور وکیلان رسېدلي او د اعتراض په توګه یې عمومي لار تړلې وه. 
له دې شخړې وروسته وکیلانو په نیمه شپه د ولسي جرګې په تالار کې بېړنۍ غونډه نیولې وه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي يې د جرګي تالار ته ور غوښتی وو. 
دې پېښې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.
 د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي، چې وکیلان د مافیا بانډونه دي.
 دوی وايي پولیس حق لري چې د تورو ښيښو موټر ودروي او د جواز پوښتنه ترې وکړي. 
عام خلک وايي په هېواد کې هره ورځ جنازې او قتلونه روان دي وکیلانو یوه ورځ د ملت لپاره غږ اوچت نه کړ خو د خپلو شخصي ګټو په خاطر د شپې بيړنۍ غونډه جوړوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته