پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابلوف: راتلونکې او نې دافغان سولې په اړه څلوراړخيزه غونډه جوړوي
نیټه: Sat, 12 Oct 2019 11:49:36 +0000

 

د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د امریکا، روسیې، پاکستان او چین استازي به راتلونکې اونۍ په مسکو کې غونډه لري او د افغان سولې په تړاو به خبرې کوي.
 دده په خبره دا غونډه به څلور اړخیزه وي او موضوع به یې هم د افغانستان ملي روغه جوړه وي. 
روسیې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په اړه د څو کنفرانسونو کوربه توب کړی دی.
 روسي چارواکي وایي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او ددې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل کړل شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته