پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارګمرک مخته دافغان سوداګرو اعتراضيه پرلت دوام لري
نیټه: Sat, 12 Oct 2019 12:14:58 +0000

 

دننګرهار ګمرک مخې ته د افغان سوداګرو اعتراضیه پرلت دریمه ورځ ده خو سوداګر وایې چارواکو یې دغوښتنو ځواب ندی ورکړی. 
دا سوداګر وایې دمالي وزارت په امر دمالونو دتشریح او مالياتو قانون یواځې دننګرهار په ګمرک کې تطبیقېږي او دې چاري سوداګر له مالي زیانونو سره مخ کړي. 
دوي وایې که دمالي وزارت خپله کړي پریکړه وانخلي او ددوي غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وا یې نو د ګمرک مخ ته به یې دا اعتراض دوام کوي.
دلته یو شمير لارۍ چلوونکو هم داعتراض په ډول دلاريو ټایرونه وسوځول. 
لارۍ چلوونکې وایې دسوداګرو کاربنديز یې دنفقي ګټلو دا یواځنۍ لارهم پري بندي کړي.
خو د ننګرهار ګمرک مسؤلين وایې دمالي وزارت په امر دوي د قانون پر تطبیقولو مسؤل دي او د قانون له مخي د سوداګریزو مالونو مالیات او تشریح کوي. 
دګمرک رئیس ونه ویل چې دسوداګرو د دې ستونزو دحل لپاره به څه کېږي.
اوس چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه هم په څلرویشت ساعته ډول پرانستل شوي او په ننګرهار کې د سوداګرو سوداګري هم یوڅه ښه شوي خو دوی وايي حکومت یواځي خپل قانون په ننګرها ر کې په سوداګرو تطبیقوي چې له امله يي دننګرهار دتورخم بندر پرځای سوداګرو له نورو بندرونو سوداګري کوي او د دې سیمي سوداګر یې بیا دمقابلي توان نلري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته