پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې: ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي
نیټه: Sun, 13 Oct 2019 11:03:05 +0000

 

د ننګرهار امنیتي چارواکي  وايي چې د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د هوايي او توپچي بريدونو پر مهال د طالب وسله والو د سرې قطعې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل ویلي  دا کسان تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي سيمه کې د توپچي او هوايي بريدونو په مهال وژل شوي دي.
نوموړى وايي، په دغو بريدونو کې د طالبانو درې موټرونه هم له منځه تللي دي.
اتل زياته كړه، ګډو افغان ځواكونو تېره ورځ د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو كې تصفيوي عمليات کړي، چې په ترڅ كې يې يوه اندازه وسلې او مهات ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته