پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ د تړلو په اړه اندېښمنه ده
نیټه: Sun, 13 Oct 2019 11:30:16 +0000

 


پاکستان د افغان حکومت پر هغې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې چې په پېښورکې يې د افغان کونسلګرۍ د تړلو په اړه کړې ده.
 افغان حکومت وروسته له هغه د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د افغان کونسلګرۍ د تړلو پرېکړه وکړه چې پاکستانيو پوليسو په دغه ښار کې د افغانستان د ملي بانک ملکيت پر افغان مارکېټ بريد وکړ او ملي بيرغ يې ترې ښکته کړ.
 په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر يادې ځمکې يوه ځايي ملکي وګړي دعوه کړې او د پاکستان سترې محکمې د هغه په حق کې پرېکړه کړې ده.
 سرچينې زياته کړې، د افغانستان حکومت دې موضوع ته بايد سياسي رنګ ورنه کړي. 
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر فيصل د افغان حکومت له خوا د پېښور کونسلګرۍ پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې کړې چې افغان حکومت دا پرېکړه بېرته واخلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته