پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د سراج العمارت په دې بڼه رغول یې لرغونتوب لمنځه وړی
نیټه:

 

جلال اباد کې د دسراج العمارت ودانۍ نوي رغول شوي سميټېزه بڼه ده.

 خو کلونه پخوا دهمدي ودانۍ اسکلټ او جوړښت خټېن وو. 
یوشمېرفرهنګیان وایې په نوي بڼه ددې ودانۍ جوړیدل دسراج العمارت ودانۍ  لوي تاریخې ارزښت لمنځه وړي او په دې برخه کې داطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلېن ګرم بولي.
لرغون پوهان وایې هغه ودانۍ چې قدامت یې تر پيړۍ رسېږي لرغوني ودانۍ یې بللی شي.
دسراج العمارت هم لروغني ودانۍ وه خو وایې په اوسنۍ بڼه رغول یې لرغونتوب لمنځه وړی.
د دې لرغوني ودانۍ دجوړوونکې شرکت مسؤلين وایې ټول کارونه دهغه قرار داد له مخي پرمخ ځې چې داطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ورسره شوي او په خپل سري ډول یې هیڅ هم ندي کړي.
 داطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکې هم مني چې دسراج العمارت ودانۍ بیا رغونه دلرغونو ودانيو په معیار نده شوي او لامل یې هم د هغه وخت داطلاعاتو او کلتور وزارت دچارواکو نا خبري یا بې پامي بولي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته