پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

الیشنګ کې ځانمرګي برید ۳۰ کسان مړه او ټپيان کړي
نیټه: Wed, 16 Oct 2019 09:32:22 +0000

 

د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ ودانۍ مخې ته د موټر بم ځانمرګي بريد له امله ۴ تنه وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د علیشنګ ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم برید شوی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله وویل، چې دغه برید نن چهارشنبه سهار ۶ بجې د علیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخته د مازدا موټر پواسطه تر سره شوی دی.
د لغمان د والي ویاند زیاتوي چې ولسوالۍ ته نږدې یوه دیني مدرسه او جومات و، چې د چاودنې د شدت له امله په زده کوونکو د ښېښو د راپرې وتو له امله تر ۲۰ زده کوونکي هم ټپیان شوي.
وسله‌والو طالبانو د بريد مسووليت اخيستی او ادعا يې کړې چې په دې چاودنه کې يې لسګونه امنيتي سرتېري وژلي او وايي، د الیشنګ د امنیې قومندانۍ ودانۍ يې هم ویجاړه کړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته