پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ويلز: ټاکنيزو کمېسيونو کې لاسوهنې او سياسي مداخله نه منو
نیټه: Wed, 16 Oct 2019 11:33:18 +0000

 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الېس وېلز وايي، واشنګټن د افغانستان په انتخاباتي کمیسیونو کې د هر ډول لاسوهنې او پر دغو کمیسیونو د سیاسي فشار راوړلو مخالفه ده.
وېلز کابل کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د انتخاباتي کمیسیونونو له چارواکو سره کتلي دي.
د جَنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست مرستیال وزیرې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې امریکا د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي څو هغوی په خپلواکه توګه باوري ټاکنیزه پروسه مخته یوسي.
د افغانستان انتخاباتو خپلواک کمیسیون په وار وار ټینګار کړی چې دوی یواځې د بیومټریک معلوماتو لرونکې رایې قبلوي او خپل کار ته به په خپلواکه توګه دوام ورکوي.
وېلز د ټاکنو کمیسیون دا دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې دا کار به ډاډ زیات کړي او د باور وړ نتیجه به منځته راوړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې پرون د انتخاباتي کمیسیونو له غړیو سره لیدلي او هم یې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره جلا غونډې کړي.
په دغو لیدنو کې د افغانستان د سولې او انتخاباتو په اړوندو مسایلو بحث شوی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته