پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کمېسیون: دبایومتریک دانتقال پروسه پای ته رسیدلې
نیټه: Thu, 17 Oct 2019 11:30:43 +0000

 

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د کمېسیون د اطلاعاتو مرکزي سرور ته د بایومتریکه معلوماتو د انتقال بهیر تیره شپه پای ته ورسېد.
د دغه کمېسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ویلي  چې د ۱.۷ میلیونه او ۳۷۰۸۷ رای ورکوونکو بایومتریکي معلومات مرکزي سرور ته انتقال شوي دي.
 نوموړی وايي یوازې څه باندې ۲۳۰۰ نورې دستګاوې پاتې دي، چې په قرنطین کې دي، دا به هم ډېر ژر انتقال شي
د ابراهیمي پر وینا، د قرنطین شویو بایومتریکه دستګاو د برخلیک معلومولو پر سر کار روان دی او له هغې وروسته به په سرور کې د بایومتریکي معلوماتو د تصفیې بهیر پیل شي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته