پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

اروپايي ټولنه: طالبان دې د رښتیني سولې لپاره اوربند وکړي
نیټه: Thu, 17 Oct 2019 11:36:24 +0000

 

اروپايي ټولنه وایي طالبان دې د واقعي خبرو او سولې لپاره تر هر څه وړاندې اوربند وکړي. 
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا ویلي د سولې په برخه کې د افغان حکومت له طرحې ملاتړ کوي او طالبانو ته په کار ده، چې د رښتینې سولې لپاره اوربند وکړي. 
دده په وینا جګړه او خبرې په هممهاله توګه نه کېږي نو طالبان دې د اوربند لپاره نرمښت وښيي.
 نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمد الله محب سره په خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې لپاره باید همغږي هم پیاوړې کړل شي. 
محب هم ویلي چې افغان حکومت د سولې لپاره واضح پلانونه لري او د رښتینو مذاکراتو لپاره اوربند لومړی شرط دی.
 دده په خبره د سولې او اوربند اصلي هدف دا دی، چې د افغانانو وینې توييدنه ودرېږي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي. 
نوموړي ټینګار کړی چې د سولې لپاره یې د همغږۍ پر پیاوړي کولو جدي کار پيل کړی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته