پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هند له افغانستان سره ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کوي
نیټه: Thu, 17 Oct 2019 11:45:31 +0000

 

د هندوستان حکومت له لورې له افغانستان سره د مرسته شوو ٧٥زره ټنه غنمو لومړۍ جوپه راتلونکې مياشت د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را لېږدول کېږي.  
هندي چارواکو ویلي چې راتلونکې میاشت به د هند د مرسته شوو غنمو بېړۍ له هند حرکت وکړي او چابهار بندر ته به ورسېږي.
 د سرچینې په خبره دا له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د هند د مرستو دوام دی. 
هند ویلي ۷۵زره متریک ټنه غنم به په افغانستان کې له سیلاب ځپلو، د طبعي پېښو له زیانمنو کورنیو، بېوزلو او نورو سره د مرستې په پروګرامونو کې وویشل شي.
 هند تر دې وړاندې د چابهار بندر له پرانیستې سره سم ۱۱ میلیونه ټنه غنم مرسته کړې وه
. په کابل کې د هند سفیر هم ویلي چې له افغانستان سره به د هند بشردوستانه مرستې دوام کوي او هڅه کېږي چې ددغه مرستو لړۍ بېلو برخو ته وغځول شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته