پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د قهرمان په یاد غونډه کې د حکومت په مشرانو نيوکه شوي
نیټه: Thu, 17 Oct 2019 13:31:12 +0000

 

له نن څخه یو کال وړاندې په همدي ورځ هلمند کې جنرال عبدالجبار قهرمان په یوه بمي چاود نه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په کابل کې سیاسيون او د جنرال عبدالجبار قهرمان ملګري د خپل وژل شوي ملګري عبدالجبار قهرمان په یاد راټول شوي.
دوي وايي جنرال قهرمان د ژوند تر وروستیو دملي یوالي غوښتونکی وو خو دې هيلي ته تر رسېدو وړاندې د خپلو هيلو قرباني شو.
د ولسي جرګي پخواني استازي دجنرال عبدالجبار قهرمان او جنرال عبدالرازق وژلو او ترې وروسته دافغان سولي لپاره دبهرنيانو چټکو هڅو ته هم شک څرګندوي. 
دوی په افغان حکومت هم نيوکه لري چې تر اوسه یې د دواړو جنرالانو دوژلو عاملين ندي نیولي. 
جنرال عبدالجبار قهرمان چې دولسي جرګې په دوو دورو کې د هلمند ولایت د خلکو استازیتوب کاوه او د اوسنۍ دوري لپاره یې هم ځان نوماند کړی وو.
وروسته بیا د ولسمشر محمد اشرف غنې له لوري په هلمند کې دامنیتي ځواکونو د همغږۍ د برخي مسؤل وټاکل شو او له هغې وروسته بیا ځلې د ولسي جرګي لپاره یې ځان نوماند کړ چې په یوه چاودنه کې د کمپاین پرمهال ووژل شو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته