پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې له ډېرې مودې وروسته پښتو فلم نندارې ته وړاندې شو
نیټه: Sun, 27 Oct 2019 10:55:41 +0000

 
 
 په ننګرهارکې دسجدې په نوم دا پښتو فلم چې ننګرهار کې توليد شوي ليدونکو ته د نندارې لپاره وړاندې شو.
دفلم ټولي سحنې د پښتو له نورو فلمونو سره په پوره تو پېر سوچه د افغاني کلتور په ستنو ولاړ دی.
د فلم لار ښود امېرشاه تلاش وایي موخه یې سمې لارې ته دځوانانو هڅول او دحقیقي او مجازي ميني توپیرونه دي. 
ليکوال او ژورنالیست سعيد شينواری  پښتو ژبه کې د سجدې فلم ارزښت خورا لوړ بولي خو ګيله یې دا وه چې ټولنه کې د سوچه افغاني کلتوري فلمونو ليدونکې کم دي. 
د دې فلم لارښود بیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلين ګرموي چې د سینما برخه یې له پامه غورځولي نو ځکه خو یې د فلم ليدو ته یواځې د ګوتو په شمېر ليدونکې راغلي. 
خو د مسؤلينو په تازه ژمنو کې بیا ننګرهار کې د سينما برخې ته د خاص پاملرني خبره کوي.
 پدې فلم ټولټال ۷سوه زره افغانۍ لګښت راغلی او د هېواد په څلورو ولایتونو کې یې سحني اخیستل شوې. 

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته