پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د شرق او میټرو کرکیټ لیګ د لسګونو مينوالو په منځ کې تر سره شو
نیټه: Mon, 28 Oct 2019 13:45:42 +0000

 

دشرق او ميټرو ليګ په شاندارو مراسمو د لسګونو مينوالو په منځ کې ننداري ته وړاندې کيږي.
 د شرق رسنیزمرکز مسولین وايي ياد لیګ یې په ټولنه کې د ځوانانو د هڅونې په موخه په جلال اباد ښار کې د لسو بیلابیلو ټيمونو له لورې پیل کړی چې یوه اونۍ به دوام وکړي.
 د دوي په خبره د ياد لیګ د ترسره کیدو موخه په ټولنه کې مثبت لور ته د ځوانانو هڅول دي ، چې په راتلوونکي کې به دغه لړۍ لا وغځول شي په دغه ليګ کې نن دري لوبې ترسره شوي. لومړي لوبه دشرق راډيو تلویزون په ګټه دوهمه لوبه د سپن غر راډیو او دریمه سيالۍ کې بیا اصيل کرکټ کلب بریا ترلاسه کړه.
 لوبغاړي د ځوانانو د هڅونې لپاره د ورته سپورتي سیالیو ترسره کیدل خورا مهم او اغیزمن ګڼي. 
لوبو ته راغلې مينوال خوشاله دي چې دغسې لیګونه ورته په لاره اچول شوۍ دي. 
دوی وایي دشرق راډیو تلویزون د مشر تابه اود ميترو روغتون دمشرانو هڅې ستایې!
 دې په خپلو خبرو کې زیاتوي چې دټولنې دغه ډول خلک دهيوادوالو دپرمختګ غوښتنونکې دي.
د سه شنبې په ورځ به په دغه لیګ کې دري سیالۍ ترسره شي چې پکې به لومړۍ لوبه کرکټ ځونانو لوبډله دتندر،چپرهار دکرکټ اتلانو او شرق راډیو تلویزون به خپله دریمه سیالۍ د صاحب زاده کرکټ لوبډلې پر واړاندي ترسره کړي. 
دا لوبې دشرق او ميترو هسپیټل له خوا په داسې حال کې په لاره اچول شوی ،چې دټولنې څخه هغه لوبغاړي راوباسې کوم چې ښه استعدادونه لري خو چانس نه ورکول کیږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته