پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان کې په یوه اورګاډي کې اورلګېدو ۷۴ کسان وژلي
نیټه: Thu, 31 Oct 2019 11:29:04 +0000

 

د پاکستان له کراچۍ نه راولپنډۍ ته روان اورګاډي کې درېیو ډبو کې اورلګېدلی چې لږ تر لږه ۷۴ کسان په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دا پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار مهال د پنجاب ایالت رحیم یار خان سیمې ته نزدې په لیاقت پور سیمه کې شوې ده.
 اورګاډی له کراچۍ څخه راولپنډۍ ته روان و او له ۸۰۰ زیات مسافر پکې سپاره وو.
د پاکستان د اورګاډي وزیر شیخ رشید له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې په تیز ګام ایکسپریس اورګاډي کې اور د ګاز ډبې د چاودېدو له امله رامنځته شوی دی.
رشید زیاته کړه، ځینې تبلیغیان هم په دې اورګاډي کې سپاره وو چې د سهار ناشتې لپاره یې په ګاز ډبې چای تیاراوه، چې یو دم د اورګاډي په درېیو ډبو کې اور ولګېده.
نوموړي تایید کړه، چې په دغه پېښه ۷۴ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د شیخ رشید په خبره، د پېښې ډېری قربانیان تبلیغیان دي.
پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پېښې ۱۷ مړي په بشبړ ډول سوځېدلي او د پېژندنې وړ نه دي.
ځینو عیني شاهدانو له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ډېری مسافر د اورګاډي د سوځېدو پر مهال له ګاډي د ټوپ اچولو له امله وژل شوي دي.
 چارواکي وايي د وژل شویو کسانو د پیژندنې هڅې روانې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته