پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د سیمه یزه حکومتوالۍ د پیاوړتيا په موخه پیل شوي کانفرانس پای ته ورسید
نیټه: Thu, 31 Oct 2019 12:26:38 +0000

 

 د سیمه یزا ارګانونو د خپلواکي ادارې له لوري په سیمه یزه کچه د حکومتوالۍ د پیاوړتیا هڅې.
 دلته په ننګرهار کې د څوارلسو ولایتونواکاډومیکو اشخاصو ، مدني ټولنو په ګډون يو شمیر دولتي چارواکي هم راټول شوي ترڅو په خپلو ولایتونو کې د يو شمیر شته ستونزو د حل په موخه طرحې په دغه علمي کانفرانس کې شریکي کړي.
د سیمه یزه ارګانونو د خپلواکې ادارې د پلان او پالیسې رئيس حامد کریمي وايي په دغه کانفرانس کې راټولې شوي ګټورې او مهمې ترحې به له دې وروسته د نظام د رهبرۍ پروړاندي په یوه بل سمینار کې هم وړاندي شي. 
دې زیاتوي حکومت به هڅه وکړي چې د يادې طرحې يو څه په خپله بودیجه او د يو څو نور د عملي کیدا لپاره د یو شمیر مرستندویه ټولنو او همکارو هیوادونو مرسته راجلب کړي.
 د ياد سیمنار ګډونوال باورې دی که د وړاندې شو طرحو د عملي کیدا لپاره حکومت لاس په کار شي تر ډيره به په سیاسي ، ټولنیزه ،اجتماعي ، کرنیزه او نورو برخو کې په هیواد کې يو ژور بدلون رامنځته شي. 
د دغه سیمنار ګډونوال له لوړپوړو مسولینو غواړي چې د ستونزو د کمښت او منځه وړلو په پار دې د يادو طرحو د عملي کیدا په موخه جدي اقدامات ترسره کړي.
 تر ډيره په تېر کې د ښې حکومتوالۍ او ځينو نورو اړینو موضوعاتو په موخه دغه ډول سیمنارونه جوړ شوي چې وروسته يي د عملي کیدا په موخه د پام وړ اقدامات نه دې ترسره شوي چې تر ډيره يي د خلکو باور په دغه برخه کې کم کړي دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته