پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مشرانو جرګه: بهرنیان دې په ټاکنو کې له مداخلې لاس واخلي
نیټه: Sun, 03 Nov 2019 12:41:20 +0000

 

د مشرانو جرګي سناتوران وايي چې بهرانیان دې د افغانستان ټاکنو کې له مداخلې لاس واخلي او د ټاکنو کمېسیون څخه غوښتنه کوي چې په خپل وخت د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
د مشرانو جرګي سناتوران یکشنبه د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه هم بحث .
د مشرانو جرګي دوهم مرستیال چې نن دوشنبه یې د مشرانو جرګي ریاست چارې مخته وړولي وویل بهرنیان د ټاکنو څخه د څار حق لري خو دوی نه شي کولای چې د ټاکنو پایلې  وځنډوې او یا هم د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه وکړي..
د مشرانو جرګي نورو سناتوران هم د ټاکنو د پایلو په اړه اندیښنه وښوده او د ټاکنو کمېسیون څخه یې غوښتنه وکړه چې ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ او وروستې پایلې د مهالویش سره سم اعلان کړي.
د مشرانو جرګي سناتوران خپلې اندیښنې په داسې حال کې څرګندوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته شنبه درملوګ کمپنۍ یو میلیون، اته سوه او ۴۳ زره بایومټریک رایې په نښه کړي چې معتبرې دي او همدا ډول په دې شمېرو کې ۸۶ زره نورې بې باوره رأیې ګڼل شوې دي.
اوس کمېسیون وايي، د هغو رایه ورکوونکو په اړه د وروستیو معلوماتو په راټولولو بوخت دي چې درملوګ شرکت له خوا دوی ته په ورکړل شوي راپور کې په نښه شوي دي او د دې جمع بندیو وروستۍ پایلې به تر درېیو نورو ورځو پورې له خلکو سره شریکې کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته