پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سوریه کې موټربم برید ۵۳ تنه مړه او ټپيان کړي
نیټه: Sun, 03 Nov 2019 13:09:54 +0000

 

د سوریې د دولتي خبري اژانس د خبر له مخې نن له غرمې وروسته د یاد هېواد په ادلیب ولایت کې د موټر بم برید له امله ۱۳ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.
د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ویلي، دا پېښه د تل ابیض ښار په له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې شوې ده چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۴ نور ټپیان شوي دي. 
د راپورونو له مخې دا برید د ښاروالۍ ودانۍ او یوه روغتون تر منځ پر سړک شوی دی.
دا پېښه یوه میاشت وروسته تر هغه کېږي چې د ترکیې ملاتړ لرونکو سوریایي سرتېرو راپور ورکړ چې دا سیمه یې په بشپړه توګه د ترهګرو له موجودیته پاکه کړې ده.
 راپورونه دغه راز وایي، د یاد هېواد په شمالي سیمو کې د ترکیې د عملیاتو له امله په زرګونو بې کوره شوي خلک په خورا بد بشري وضعیت کې د ژوند شپي او ورځي تیروي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته