پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد کې یوشمېر کسانو دچارواکو په ضد لاریون کړی
نیټه: Sun, 03 Nov 2019 13:46:43 +0000

 

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکو دوی د ولايتي ادارې د ناسم چلند له امله لاريون وکړ او نيوکه يې وکړه چې دوی د ځمکې کارونه له ولسمشرۍ ماڼۍ هم خلاص کړي خو ولايتي ادارې يې تېره شپه ځايونه وران کړي دي.
قهرېدلو لاريون کوونکو چې د والي او ولايتي ادارې په ضد يي توند شعارونه ورکول ويلې، چې د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند غوچکو سيمه کې له کلونو راهېسې اوسېږي او پلرنۍ ځمکه يې ده خو ولايتي اداره يې رسميت نه مني.
دوی دعوه کوله چې د ځمکو د رسميت په اړه يې له ولسمشر هم امر راوړی؛ خو والي ورته اجازه نه ورکوي.
 دوی والي د ولسمشر له امر څخه په سرغړونې تورن کړ.
خو ولايتي اداره بيا وايي، يادو خلکو د کانال اړوند ځمکه باندې دعوه کړې او اوس چې په کانال کې د بيارغونې کارونه پيل شوي، ټولې غصب شوې ځمکې بېرته راستنېږي چې دا هم د دغې لړۍ برخه ده. 
بلخوا د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼی دا هم ردوي چې ګواکې د امنيې قوماندان دې دوی ته د کار اجازه ورکړې وي؛ ځکه وايي، د غصب شويو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ کې امنيتي ځواکونه له کانال رياست سره په ګډه کار کوي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته