پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کامې کې يو ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
نیټه: Sun, 03 Nov 2019 13:52:06 +0000

 

په کامې ولسوالۍ کې د محمد علي لونګین ابتدایه ښوونځي ودانۍ د څه د پاسه نولس میلیونو افغانۍ په لګښت جوړه او ګټي اخستنې ته وسپارل شوه. 
چارواکي وايي ياده ودانۍ په درې پوړونو کې جوړه شوي چې له مخې به د زده کړو پرمهال زکړیالانو ته ګڼې اسنتیاوي رامنځته شي.
د ننګرهار د پوهنې رئيس ویلي د دې ترڅنګ د کامې ولسوالۍ په دوو  بیلابیلو روغتیايي مرکزونو کې د څوارلس میلیونو افغانیو په لګښت انتظار خونې جوړي او ګټې اخستنې ته وسپارل شوي. 
چارواکي وايي يادې اتنظارخوني د نارینه او ښځينه وو لپاره جلا جلا ځایونه جوړ شوي چې له مخې به يي له دې وروسته د يادې ولسوالۍ د ناروغانو پیوزانو لپاره ګڼې اسنتیاوي رامنځته شي.
 ځای خلک خوښي ښايي او له ولایتي چارواکو څخه په ياده برخه کې د ورته نورو رغنیزه پروژو د پلې کيدا غوښتنه کوي . 
کامه د جلال اباد ښار يوه له مرکزي او با امنو ولسواليو څخه شمیرل کیږي چې دمګړۍ په کې ګڼي نورې پروژې هم تر کار لاندې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته