پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د امنيت شورا پلاوی د هسکې مېنې له خلکو سره شویو ژمنو د څیړلو په موخه راغلی
نیټه: Mon, 04 Nov 2019 12:08:09 +0000

د امنیت شورا د سلاکار سرور احمدزي په مشرۍ د کابو ۱۴ بیلابیلو مرکزي ادارو استازو په ګډون راغلي پلاوي د هسکې مینې ولسوالۍ د اوسیدونکو سره ولیدل

د دغه پلاوي د راتګ موخه د هسکې مینې ولسوالۍ په جودرې سیمي کې د جمعې د لمانځه پرمهال د رامنځته شوي پېښې غمرازي او د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو سره د ولسمشر د کړو ژمنو په تائيد د حل په موخه د ولسونو د ستونزو اوریدل ښودل شوي دي.

ننګرهار ته د راغلي پلاوي مشر سرور احمدزې وايي د يادې ولسوالۍ د ولسونو سره کړي ژمنې به په ترتیب سره عملي کيږي او دوي به یاده پروسه په مرکزې او ولایتي کچه وڅارئ.

 په همدې حال کې د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي جګړو يي مینې ړنګې کړي ، د امنیت ، پوهنې او روغتیا ترڅنګ له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، چې له راغلي پلاوي سره يي يادې ستونزې د حل په موخه شریکي کړي .

 ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي له دې وړاندې يي هم امنیت شورا ته د هسکې مینې ولسوالۍ د ولسونو ۴۲ ستونزې په لیکلی بڼه لیږلي وي

 د يادونې وړده چې په څه موده وړاندې د هسکې مینې ولسوالۍ په جودرې سیمه کې د جمعې د لمانځه پرمهال په يوه مسجد کې ځانمرګي برید ترسره شو ، چې په پایله کې له اویا زیات ولسي وګړي ووژل شول او له څلوېښتو زیات نور ژوبل شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته