پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل کې د پاکستان سفارت د ویزو خدمات درولي دي
نیټه: Mon, 04 Nov 2019 12:10:43 +0000

کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله د نومبر له څلورمې نېټې کونسلي خدمتونه ځنډوي.

دغه سفارت خپل بیان کې نورڅه نه دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد کې یې افغان شازادپیر ور بللی او کابل کې یې د خپلو ډیپلوماټانو د خوندیتوب او امنیت په هکله خپلې اندېښنې ورته ویلې دي.

د دې اعلامیه کې زیاته شوې، افغان شازادپیر  ته وویل شول چې د پاکستان د سفارت کسان تېرو دوو ورځو کې ځورول شوي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ویانا د ۱۹۶۱ کنوانسیون له مخې د پاکستاني سفارتکارو د تګ راتګ او ازادي خوندي کول او امنیت د افغان حکومت دنده ده.

دوی له کابل غوښتي چې په دې تړاو پلټنې وکړي او پایلې یې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړي او هم ډاډ ور کړي چې بیا داسې پېښه نه کېږي.

د پاکستان سفارت تېره زمری میاشت افغانانو ته د ویزې ورکړه محدوده کړه او ویې ویل، یوازې بوډاګانو، ناروغانو، ښځو او سوداګرو ته به ویزې ور کوي.

هغه مهال دغه سفارت له افغان حکومت وغوښتل چې له کونسلګرۍ بهر د شکو پرضد ګام پورته کړي.

د ډېرو ویزه اخیستونکو په دلیل افغان وګړو ته د پاکستان ویزه اخیستل تل سرخوږی لري.

څه مهال مخکې د افغانستان کورنیو چارو وزارت هغه پولیس ونیو چې د سفارت مخ ته یې څو ویزه غوښتونکي وهلي وو.

په ځلونو ویل شوي چې پولیس له داسې کسانو سره اړیکه لري چې د پیسو بدل کې ویزې ترلاسولو ته لار جوړوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت پخوا هم ویلي و چې د دې ستونزو د اواري لاره یې ګام پورته کړی او ځینې مفسد پولیس یې په نښه کړي او څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته