پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جرمني : د افغان سولې لپاره هر ډول همکاری ته چمتو دی
نیټه: Mon, 04 Nov 2019 12:12:21 +0000

جرمني تازه ویلي چې د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاص استازي مارکوس پوټزل کابل ته په سفر کې د افغان حکومت د سولې له نوي پلانه خپل ملاتړ ښودلی.

دا خبره د افغانستان د جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې د پوټزل په حواله خپره شوې.

پوټزل چې پخوا یې له طالب استازو سره هم لیدلي، وړاندیز کړی چې هېواد یې د افغان سولې د پروسې د پرمختګ لپاره هر ډول اړینې همکارۍ ته چمتو دی.

پوټزل له ولسمشر غني سره په ارګ ماڼۍ کې په لیدنه کې هیله ښودلې چې د افغان سولې لپاره به د جرمني هڅې د دې لامل شي څو د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي داسې وخت د سولې د پروسې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړي چې افغان حکومت په دې څو وروستیو ورځو کې د سولې لپاره یو نوی پلان اعلان کړی او وايي چې په همدې اساس به مخته ځي.

کلیب

صدیق صدیقي

له طالبانو، امریکایانو او پاکستان سره د افغان حکومت مذاکرې، سیمه ییزه او نړیواله اجماع او د ښې حکومتوالۍ اړوند کورني مسایل د حکومت د سولې د نوي پلان درې مهمې مسئلې دي.

جرمني هم له کله چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد په ټاکلو له طالبانو سره شاوخوا یو کال خبرې وکړې په همدې موده کې د افغان سولې د پروسې لپاره ځينې هڅې کړي.

د روان کال په لومړیو کې مارکوس پوټزل په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره ولیدل او بیا یې په جولای میاشت کې د قطر په ملګرتیا په دوحه کې یوه لویه بین الافغاني غونډه جوړه کړه.

 

افغان حکومت له خپلو متحدینو او نړیوالې ټولنې سره په وار وار د افغان سولې په باب بحثونه کړي خو طالبانو له دې حکومت سره تر اوسه مخامخ خبرو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د سیمې څو هېوادونو ته د افغان سولې د پروسې په اړه د بحث لپاره خپل استازي استولي دي.

دوی مخکې دلیل راوړی چې تر څو له افغانستانه بهرني ځواکونه نه وي وتلي له افغان حکومت سره به خبرې نه کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته