پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کلیمزی: تېر یوه کال کې ۱۶ سوه طالبان غزني کې وژل شوې دي.
نیټه: Mon, 04 Nov 2019 12:14:17 +0000

 

د غزني والي وایي تېر یوه کال کې په دې ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۶ سوه وسله وال طالبان وژل شوي دي چې په وژل شویو طالبانو کې بهرنیان وسله وال هم شامل دي

غزني والي وحید کلیمزي چې په یو خبرې کنفرانس کې خبرې کولاي وویل چې په دې ولایت کې یې وسله والو طالبان ځپلي او د افغان ځواکونو سره د جګړې توان نه لري.

کلیمزی وايي په وژل شویو طالبانو کې  ۷۵ تنه سرګروپان شامل دي او شاوخوا ۲۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني والي په دې کنفرانس کې وویل چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې یې ددې ولایت دري ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو نیولي دي.

کلیمزی وايي د غزني د پنځو نورو ولسوالیو لاره چې د وسله طالبانو لخوا تړل شوې وه د عملیاتو پر مهال اوس پرانیستل شوي ده او ددې لارې په اوږدو کې یې اوس د افغان ځواکونو بیزونه جوړ شوي دي.

د غزني والي په دې کنفرانس کې وویل چې په ملکي ادارو کې د اصلاحاتو لړۍ پیل شوې  او یو  شمیر د بیارغونې پروژې هم پیل شوي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته