پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي : په هرات کې د ریل پټلۍ د جوړونې چاري ټکني دي
نیټه:

د هرات ـ خواف ترمنځ د ریل پټلۍ چې ۷۲ کیلو مټره یې په ایران  او ۱۱۴ کیلومټره یې په افغانستان کې دي چارې یې روانې دي.

د ایران حکومت په دې مکلف دی چې ددې ریل پټلۍ دوه برخې په ایران او یوه برخه یې په افغانستان کې جوړ کړي.

تېر کال د هرات ولایتي اداري ډاډ ورکړي وو چې ددې ریل پټلۍ ۹۹ سلنه چارې بشپړي شوی خو اوس د هرات ولایت د بهرنیو چارو مسؤلین وايي چې ددې ریل پټلۍ چارې ټکنې دي.

ددې اداري مسؤلین وايي چې ددې ریل پټلۍ د څلور برخې جوړولو لپاره یې چمتوالی نیولی دی.

د هرات ـ خواف ترمنځ د ریل پټلۍ دریمه برخه چې ۶۰ کیلومټره کیږي د ایران هېواد په مرسته جوړیږي او څلورمه برخه چې ۶۰ کیلومټره کیږي د هرات ښار پورې رسیږي چې لا تر اوسه یې چارې نه دي پیل شوی.

په همدې حال کې د هرات ولایت مدني فعالان هم د هرات ـ خواف ترمنځ د ریلې پټلۍ د ټکني کار له امله نیوکه کوي او حکومت په دې برخه کې ګرم بولي.

د هرات ـ خواف ترمنځ د ریل پټلۍ په افغانستان کې د هرات د غوریان، زنده جان ولسوالیو تیریږي او بیا د هرات هوايي ډګره پوري رسیږي.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په باور د هرات ـ خواف ترمنځ د ریل پټلۍ چې د افغانستان او ایران لویه پروژه ګڼل کیږي په جوړیدو سره به یې سوداګرو او پانګوالو ته ګڼي اسانتیاوې پیدا کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته