پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سوداګر: لاهم دافغانستان جلغوزي دپاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادروي
نیټه: Mon, 04 Nov 2019 13:25:05 +0000

 

ننګرهار کې د جلغوزیو سوداګر وايي تر پخوا یې د جلغوزیو بازار ښه شوی خو د نا امنۍ له کبله ترې جلغوزي په غره ایزو سيمو  کې پاتې دي.
سوداګر وايي سره له دې چې اوس د افغانستان جلغوزي نورو هېوادونو ته صادرېږي خو یوه برخه یې  لا هم پاکستان،په خپل نوم نورو هېوادونو ته صادروي. 
سوداګر وايي که په سيمه ایزه کچه د جلغوزي د پروسس او بسته بندۍ کارخاني جوړي شي نو ګټه به یې نوره هم زیاته شي.
 سوداګر وايي سږ کال یې جلغوزيو ته بازار ښه شوی خو ستونزه یې داده چې تر نيمایې ډير اومه جلغوزي ترې د نا امنۍ له کبله په غره ايزو سيمو کې پاتې دي.
سوداګر وايي بهرنيو هېوادونو سره د سوداګریزو اړيکو په پراختیا هېوادني جلغوزي بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي خو ددې جلغوزيو یوه برخه د پروسس ځایونو دکمښت له کبله پاکستان هېواد ته ځې او له هغه ځایه بهرنيو هېوادونو ته دپاکساتان په نوم صادرېږي.
تر دې وړاندې به په قاچاقې ډول د افغانستان جلغوزي پاکستان هېواد ته انتقاليدل او هغه هېواد به چين ته په خپل نوم صادرول.
خو افغان حکومت وايي د  هوایې دهليزونو له لاري چين او نورو هېوادونه ته د جلغوزيو په ليږد کې یې پاکستان ته د قاچاق کيدونکو جلغوزيو مخنوی کړی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته