پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چين ولسمشر ته د بين الافغاني ناستې په اړه معلومات ورکړل
نیټه: Tue, 05 Nov 2019 10:19:56 +0000

 

د چين د بهرنيو چارو وزير ولسمشر اشرف غني ته په دغه هېواد کې د جوړېدونکي بين الافغاني ناستې په اړه معلومات ورکړل.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرو کې نوموړي ته په چین کې د سولې د جوړېدونکې ناستې په اړه معلومات ورکړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په ټلفوني خبرو کې د افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه چې ټاکل شوې چين کې وشي هم خبرې وکړې.
ارګ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي، چې يادې خبرې په سمه توګه د ټاکنو ترسره کېدل، افغان سوله او د دولتونو  ترمنځ همکارۍ باندې څرخېدې.
د بیان له مخې دواړو لورو د افغان حکومت او افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر پر مخ وړلو باندې ټینګار کړی دی.
افغان ولسمشر پر داسې مهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلیفوني خبرې کړي، چې ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې په چین کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني غونډه تر سره شي.
که څه هم ټاکل شوې وه، چې دغه غونډه د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۲۹مه او ۳۰مه تر سره شوې وای، خو وروسته یې د ځنډېدو راپورونه ورکړل شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته