پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په اسلام اباد كې د افغان سفير سره د ناوړه چلند په اړه انتقاد
نیټه: Tue, 05 Nov 2019 11:02:13 +0000

 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاكستان د استخباراتي ادارې اى اېس اى له لوري په اسلام اباد كې د افغان سفير شكرالله عاطف مشعل د احضارولو او ورسره د ناوړه چلند په تړاو اعتراض څرګند كړى او دا كار يې د ډيپلوماټيكو اصولو خلاف بللى دى.
وزارت د مشعل د احضار د دلیل په اړه څه نه‌وایي، خو د پاکستان د استخباراتي ادارې له‌خوا یې د مشعل سره د 'ناسم چلند' په اړه سخت انتقاد کړی دی.
ياد وزارت له پاكستانه غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې د نړيوالو کنوانسيونونو او منل شويو ډيپلوماټيک دود له مخې وکړې.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې د افغانستان حكومت په كابل كې د پاكستان او نورو هېوادونو د سفارتونو د ډيپلوماټانو خونديتوب ته ژمن دى.
دا په داسې حال كې ده، چې په كابل كې د پاكستان سفارت له تېرې ورځې راهيسې تر نامعلومې نېټې پورې خپلو مامورينو ته د متوجه امنيتي ګواښونو له كبله افغانانو ته د ويزو وركولو څانګه تړلې ده.
تر مشعل وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد كې له افغان شارژدافير سره په دې اړه خپله اندېښنه شريکه کړې وه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته