پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امريکا: لاهم پاکستان دطالبانو او حقاني شبکې پناه ځايونه محدود کړې نه دي
نیټه: Tue, 05 Nov 2019 11:13:23 +0000

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو تازه راپور کې د ٢٠١٨ کال د نړیوالو ترهگریزو فعالیتونو په اړه ویلي چې پاکستان لا هم په خپلې خاورې کې د طالبانو او حقاني شبکې پناه ځایونه نه دي محدود کړي.
د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي، سره له دې چې پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ننګه کوي، خو د هغو ډلو فعالیتونه یې نه دي محدود کړي چې افغان او بهرنیو ځواکونو ته ګواښ دي.
راپور وايي چې د پاکستان حکومت د دوو ترهګرو ډلو لشکر طیبه او جیش محمد د فعالیتونو په محدودولو کې هم پاتې راغلی دی.
دا ډلې په پاکستان کې دننه فعالیت لري، پېسې ټولوي او  جلب او جذب کوي او او بیا ورته روزنه ورکوي.
دا دواړه ډلې په افغانستان او هند کې په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې ککړې دي.
 په راپور کې همدغه راز د پاکستاني طالبانو یادونه هم شوې ده چې په پاکستان کې دننه په ترهکریزو بریدونو تورن دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته