پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دپېښوثبت ګراف لوړ شوی
نیټه: Tue, 05 Nov 2019 12:33:39 +0000

 

سږکال د تېر کال په پرتله ننګرهار کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ثبت شوو پیښو ګراف لوړ شوی. 

په ختيځ کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مسولين وايي، دغه زون کې روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۲۰ قضيې ثبت شوي چې د تېر په پرتله په کې زياتوالی راغلی دی.

د ښځو چارو ریاست او بشر حقونو خپلواک کميسون چارواکي وایي سږکال د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ټولي ۹۱ پیښي ثبت شوې او لامل یې د قضایاو د حل په ادارو د باور او د پیښو دثبت په برخه کې د عامه پوهاوې زیاتيدل دي.
په ثبت شوو پیښو کې د طلاق غوښتنه ، د کور نه د ښځو تيښته، جبري او په کم عمرۍ کې د انجونو ودول او نور شامل دي
ولایتي چارواکي وایي هڅه یې داده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه راکمه کړي
ميرمنی وایي فقر،بې کاري او نورې اقتصادي ستونزې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي لوي لاملونه دي او په وینا یې چې په مخنيوي سره یې د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی کميدی شي
د نومبر پنځه وېشتمه د ښځو پر وړاندې  د تاو تریخوالي نړيواله ورځ ده.
 دلته ننګرهار کې دا ورځ له ټاکلي نیټي شل ورځې وړاندې ونمانځل شوه چې همهاله د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي شپاړلس ورځنی کمپاین هم پیل شو 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته