پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني: د سولې خبرو لپاره باید غیږه پرانېستې پاتې شي
نیټه: Tue, 05 Nov 2019 13:30:29 +0000

 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي جنګ ګټوونکی نه لري او د سولې خبرو لپاره باید  غیږه پرانیستې پاتې شي
ولسمشر اشرف غني وايي سوله راتلونکې ده او د یوې  داسې سولې غوښتوونکی دی چې ولسونه په کې په امن ژوند وکړي.
 ولسمشر غني دا څرګندونې د ولسي جرګي له غړو او د هغوې د کورنیو له غړو سره په ارګ د کتنې پر مهال کړي دي.
ولسمشر غني وویل چې د هغې سولې لپاره هڅه کوي چې د ټولو خلکو حقونو په کې خوندي پاتې شي او ولسونو په امن ډاډ ترلاسه کړي.
نوموړی وايي د سولې په مذکراتو کې به د ښځو پر حقونو معامله ونه شي او نوموړی به یې په کلکه دفاع وکړي.
ولسمشر غني وايي جنګ ګټوونکی نه لري او د سولې خبرو لپاره باید  غیږه پرانیستې پاتې شي او په سوله کې اصلي ګټوونکي یې ولسونه یاد کړل.
ولسمشر غني وايي د هر قرباني لپاره چمتو دی خو د اساسي قانون څخه به په کلکه دفاع وکړي .
نوموړی وايي د ولسي جرګي سره به په ګډه د حکومت د پیاوړتیا لپاره کار کوي او هغه ستونزې چې لا پاتې دي  د حل لپاره به یې لاره ومومي.
ولسمشر غني د سولې په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې څو وروستیو ورځو کې  یې د سولې لپاره یو نوی پلان اعلان کړی او وايي چې په همدې اساس به مخته ځي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته