پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د حکومت استازي د چین په بین الافغاني غونډه کې ګډون کوي
نیټه:

 

افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته د لېست پر برابرولو کار روان کړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد ته تلونکی پلاوی مشخص شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، افغان حکومت د چین بین الافغاني غونډې ته د لېست پر برابرولو کار روان کړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد ته تلونکی پلاوی مشخص شي. 
دده په خبره د افغان حکومت استازي هم په دې غونډه کې له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي.
 مینه پال وایي دا به یو ټول شموله او د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ هیت وي چې په هغه کې به د ملي شورا غړي، مدني فعالان، د حکومت استازي او د سیاسي ګوندونو استازي موجود وي. 
ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې د چین په کوربه توب د سولې لپاره بین الافغاني غونډه جوړه شي. 
ددغه غونډې کره نېټه نه ده مشخصه شوې، خو ډېر احتمال شته چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته جوړه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته