پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکې: د اروزګان په ګيزاب کې هوايي بریدنو ۵۰ طالبان وژلې
نیټه: Wed, 06 Nov 2019 11:18:02 +0000

 

چارواکي وايي، د روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د دوو قوماندانانو په ګډون  ۵۰ طالبان وژل شوي .
دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د سله والو طالبانو ۵۰ کسیزې ډلې د ارزګان په کېزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د اعلامیې له مخې، افغان ځواکونو پر وسله والو طالبانو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې دغه ۵۰ کسیزه ډله په بشپړه توګه له منځه یوړل شوه.
د دغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ګیزاب ولسوالۍ په شمال ختیځ سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي.
دوی وايي، د یادو بریدونو پرمهال ۱۰طالبان نور ټپیان شوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې اوس تر بل هر وخت پر وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو هوایي او ځمکني بریدونه ډېر شوي او هغوی ته یې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصیره نه ده کړې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته