پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله عبدالله د سولې پر طرحې بیا انتقاد کړی
نیټه: Wed, 06 Nov 2019 12:35:42 +0000

 

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یو ځل بیا د ولسمشر غني د سولې طرحه غیر واقعي وبلله او پر دې طرحې یې انتقاد کړی .

که څه هم اجرائيه رئيس د حکومت د سولې پر طرحه انتقاد کړى، خو جمهوري رياست يې بشپړه طرحه ګڼي.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله دغه ٧ ماده يي طرحه غيرواقعي بللې ده.
عبدالله د فرانسې له خبري اژانس سره په خپله مرکه کې د سولې وړاندې شوې طرحه، د هیلو له يوه ليست سره تشبيه کړې ده.
که څه هم اجرائيه رئيس د جمهوري رياست د سولې تازه طرحه غيرواقعي ګڼي، خو د جمهوري رياست يو وياند وايي، دغه طرحه له بېلابېلو لوريو سره تر سلا مشورې وروسته جوړه شوې ده.
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې وويل، د افغانانو په شمول هېچا ته دغه طرحه جدي نه ده ښکاره شوې.
د عبدالله په خبره طالبان هم بايد دا شرط ليرې کړي چې ګواکې د افغانستان له حکومت سره مذاکره نه کوي، ځکه د اجرائيه رئيس په باور حکومت بايد په هر ډول مذاکرو کې شامل وي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د ولسمشر غني د سولې طرحه د افغانستان د ثبات لپاره یوه غوره نسخه ده او کولی شي هېواد ته باعزته سوله راولي. 
دده په خبره د سولې اووه ماده ییزه طرحه یو واضح پلان دی چې له ملت سره شریک شوی دی او پراخ ملاتړ له ځان سره لري.
د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې اووه ماده يي طرحه د اکټوبر مياشتې په ۲۹مه اعلان کړه.
د افغانستان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې ددغې طرحې په اړه یې خبریالانو ته معلومات ورکول، وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید دغه ډله یو میاشتنی اوربند اعلان کړي.
په دغه طرحه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د سولې د موافقې په صورت کې له جګړې لاس واخلي او دا تضمين دې ورکړي، چې په افغانستان کې به د جګړې ټول عوامل له منځه ځي.
د حکومت اجرائيه رئيس د سولې د مذاکرو په تړاو ويلي چې په هر ډول مذاکرو کې بايد حکومت شامل وي، دا که حکومت د ده په رهبرۍ وي، يا هم د محمد اشرف غني په رهبرۍ.
د افغانستان اجرائيه رئيس د فرانسې له خبري اژانس سره د خپلې مرکې په بله برخه کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتايجو په اړه خوشبيني ښوولې ده.
د عبدالله عبدالله په خبره، په دغو ټاکنو کې يې له وړاندې د بريا اعلان نه دى کړى، بلکې خپله کتنه او ملاحظه يې شريکه کړې ده.
هغه ويلي چې د رايو تصفيه به د انتخاباتو له شفافو نتيجو سره مرسته وکړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته