پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

نرګس راډیو دیارلس کلنه شوه
نیټه: Wed, 06 Nov 2019 13:29:49 +0000

 

نرګس ختیځ سيمه کې د ښځينه همکارانو پرمټ د ښځينه و لپاره ځانګړې خپرونې لري چې نن یې د خپل اوږد مزل دیارلسم کال پوره شو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي په تېرو دیارلسو کالو کې یې د نرګس راډيو نشرات څارلې او ټولي خپروني یې د اسلامي او کلتوري ازرښتونو په پام کې نيولو سره پرمخ ځي
د نرګس ښځينه اوريدونکې او ښځينه فعالانې وایي دې راډيو په خپلو خپرونو کې د ښځينه و ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوې کچې دلوړېدا ترڅنګ په خپلو اسلامي خپرونو ګڼو ښځينه و ته د هغوی په کورونو کې اسلامې مالومات رسوي
 د نرګس راډيو د نشراتو مدير شفيق الله رحماني وایي په تېرو دیارلسو کلونوکې یې د ښځینه و لپاره د اړتیا وړ خپرونې وړاندې کړي او هڅه کوي چې په راتلونکو کلونو کې تر دې هم معياري خپرونې او نشرات وکړي. 
پوره دیارلس کاله وړاندې نرګس راډيو ننګرهار ولایت کې د ښځو لپاره نشرات پیل کړل او په ټول هېواد کې دا لومړنۍ راډيو وه چې د ښځينه خبریالانو له خوا ميرمنو ته ځانګړې ديني ،ادبې ، فرهنګې ټو لنيزي او اصلاحې خپروني پیل کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته