پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان حکومت د تاجکستان ادعا رد کړه
نیټه: Thu, 07 Nov 2019 10:25:24 +0000

 

تاجکستاني چارواکي ادعا کوي، هغه وسله واله ډله چې پرون یې له ازبکستان سره پر پوله له تاجکستاني پوله ساتو سره نښته کړې وه، داعش ترهګر وو او له افغان خاورې تاجکستان ته دننه شوي وو.
. دا برید چې پرون تر سره شو په پایله کې یې د دوو تاجک پوځیانو په ګډون ۱۷ ترهګر ووژل شول.
 دې پېښې په منځنۍ اسیا کې د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي.
 برید د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په ۶۰ کیلومټرۍ کې د ازبکستان پولې ته څېرمه شوی دی.
 که څه هم تر اوسه د برید هدف روښانه نه دی خو تاجکستاني چارواکي وایي، دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.
 د تاجکستان سرحدي ګارد په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا ۲۰ کسیزه ډله چې د کندوز له قلعه زال ولسوالي څخه تاجک خاورې ته دننه شوي وه، یوه ښځه هم پکې شامله وه. 
تاجکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه شواهد نه دي وړاندي کړي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته