پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

له المان څخه ۳۶ ویستل شوي افغان کډوال کابل ته را ورسېدل
نیټه: Thu, 07 Nov 2019 11:06:40 +0000

 

افغان چارواکې وايي چې له المان څخه ۳۶ ایستل شوي کډوال کابل ته راورسېدل.
المان یو ځل بیا د ۳۶ افغان کډوالو یوه بله ډله کابل ته لېږلې ده.
 د کابل د هوایي ډګر چارواکو ویلي دي چې دا ډله نن کابل ته رسېدلې ده.
 د چارواکو په خبره، ددې پناه غوښتونکو الوتکې د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې ناسته کړې ده. 
د راپورونو له مخې، دا له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسي له المان څخه کابل ته د اخراج شویو پناه غوښتونکو ۲۹مه ډله ده.
 المان له ۲۰۱۶ کال راهیسي کابل ته ټولټال ۷۵۶ داسې پناه غوښتونکي رالېږلي دي چې دوسیې يي په یاد هېواد کې رد شوې دي.
 د دې کار منتقدین وایي، افغانستان له امنیتي اړخه د رد شویو پناه غوښتونکو لپاره مناسب ځای نه دی.
 خو المان بیا وایي، دوی ډيری هغو افغان پناه غوښتونکو ته پاسپورټونه ورکړي دي چې په رښتیا یې هم ژوند په دې هېواد کې له ګواښونو سره مخ دی او تر دې زیات په دې هېواد کې د بهرنیو کډوالو لپاره ځای نه لري

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته