پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

رحيمي : طالبانو د لوګر محمد اغه کې درې قاضیان وژلي
نیټه: Thu, 07 Nov 2019 11:33:14 +0000

 

امنیتي او قضايي سرچینې وايي، نن پنجشنبه د کابل - ګردېز پر لویه لار د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د پکتیا د استیاف محکمې درې قاضیان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت  ویاند نصرت رحیمي وویل، دا کسان طالبانو له موټره ښکته کړي او بیا یې وژلي دي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په وژل شویو کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې د جزا د دېوان مشر نور الله قرباني، ددغه دېوان غړی زین الله حافظي، د پکتیا ولایت د عامه امنیت د دېوان غړی محمد اېمل او د دغه ولایت د استیاف محکمې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د دېوان اجراییه مامور سید کبیر شامل دي.
له دي وړاندې، افغان قاضيانو ویلي وو، که ددوې خونديتوب لپاره پام ونه شي په اسانۍ سره په نښه کېدای شي.
څو کاله وړاندې، د کورنیو چارو وزارت وروسته تر هغه د افغان قاضیانو د ساتنې لپاره د ۷۰۰ سرتېرو د ګومارلو پلان جوړ کړ، چې په هېواد کې پر قاضیانو بریدونه ډېر شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته