
په ننګرهار کې د څلور بیلابیلو روزنتونو د یتیمو زده کړیالانو او د هغوي د ښوونکو سره د ملک سلمان خیریه بنسټ له لورې د بیلابیلو خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ملک سلمان مرستندويه ادارې مسولین وايي ياده مرسته د سعودې عربستان لخوا د بیوزله مسلمانو سره د مرستو او د افغانانو سره د دوستي ښکارندوي کوي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي بیا د ياد خیریه بنسټ له لوري د دوه لکه نهه څلوېښت زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته مرسته د څلورو بیلابیلو ولایتونو د يتيمو زده کړیالانو او د هغو له ښوونکو سره شوي ده .
په ننګرهار کې د یتیمو زده کړیالانو د روزنتونونو سره د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ مرسته وکړه.
د ياد خیریه بنسټ مسولین وايي د سعودي عربستان د بیوزله مسلمانانو او افغانانو سره د دایمي دوستي او همکاریو په لړ کې دا ځل له بیلابیلو روزنیزه مرکزونو د یتیمو زده کړیالانو او ښوونکو سره مرسته وکړه .
بلخوا د ننګرهار د کار او ټولنیزه چارو رئيس عبدالحکیم شیرزاد وايي د ياد خیریه بنسټ له لوري د دوه لکه نهه څلوېښت زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته مرسته د څلورو بیلابیلو ولایتونو د يتيمو زده کړیالانو او د هغو له ښوونکو سره شوي ده .
په همدې حال کې په افغانستان کې د وامي مرستندویه ادارې مسول محمد فضل عابد په ياده مرسته کې خوراکي او غیري خوراکي توکي شامل دي.
د نوموړي په خبره د ننګرهار د یتیمو روزنیز مرکز له ۴۱۰ زده کوونکو سره د قرطاسیه او لباس مرستې ترڅنګ له ښوونکو سره يي هم د خوراکي توکو مرسته وشوه
د يادونې وړ ده چې د ملک سلمان خیریه بنسټ په افغانستان کې د خوراکي او غیري توکو د مرستې سربیره په رغنیزه برخه کې هم وخت ناوخت مرستې کوي.
|