پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ۳۰ ميليارده افغانيو په ارزښت پروژې تر کار لاندې دي
نیټه: Tue, 12 Nov 2019 11:40:53 +0000

 

دغه څرګندوني په ننګرهار ولایت کې د ولسي تړون له لورې د سکټوري ادارو رئيسانو ، ولسي وګړو او مدنې ټولنو سره د همغږي په جوړي شوي غونډه کې وشوي.
 د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د امنیتي وضعيت د ښه والي سربیره يې د متوازان انکشاف له مخې په دغه ولایت کې د کابو ۳۰ ملیاردو افغانیو په ارزښت بیلابیلي رغنیزه پروژې پیل کړي دي. 
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي يادې پروژې د پوهنې ، روغتیا ، کرنې او نورو برخو کې پیل شوي چې په بشپړیدو سره به يې ځایي خلکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسنتیاوې رامنځته شي. 
په همدې حال کې په ننګرهار کې د ولسي تړون له لورې د سکټوري رئيسانو ، ولسي وګړو او مدني ټولنو له لورې د همغږي په غونډه کې سکټوري رئيسانو هم ولسونو ته په دغه ولایت کې د پیل شو پروژو په تړاو معلومات ورکړل. 
 ولسي وګړي هم په ننګرهار کې روانې رغنیزه پروژې مهمي ګڼي او زیاتوي چې يادې پروژې بسندویه نه دي او حکومت باید په رغنیزه برخه کې د پام وړ نورې پروژې هم پلي کړي. 
دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت چارواکي وايي د ولسي تړون د اقرا پروګرام له لوري د ښوونځیو ودانیو په جوړولو کې د شوي فساد قضیې عدليي او قضایي ارګانونو ته لیږلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته