پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې مرواريد کانال بيا رغول کيږي
نیټه: Tue, 12 Nov 2019 13:07:45 +0000

 

د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې د مروارید کانال د ۷ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت بیا روغول کیږي.
چارواکي وايي دغه کانال ۱۶ کاله وړاندې جوړ شوی وو  چې اوس مهال بیا رغونې ته اړتیا لري چې د جاپان لخوا به په څلورو کلونو کې ورغول شي.
د (پي ایم ايس) موسسې مسؤلین بیا وايي چې  د دغه کال د بيارغوونې په چارو کې به په مستقيم ډول څه باندې  ۹ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د ننګرهار ولايت ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد کانال چې ۱۶ کاله وړاندې رغول شوی و، د ۷۰۰زره ډالرو په لګښت يې د بيارغوونې چارې پيلېږي.
د دغه کانال د رغوونې تړون د ننګرهار ولايتي چارواکو او د جاپان د (پي ایم ايس)  موسسې د مسولينو ترمنځ لاسليک شو.
په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس ته د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د مرواريد کانال چې شپاړلس کاله وړاندې د ډاکټر ناکامورا په مشرۍ د (پي ایم ايس) جاپانۍ موسسې له لورې رغول شوی و، اوس يې بيارغونې ته اړتيا پيدا کړې ده.
دی وايي، دغه کانال د کونړ له سينده سرچينه اخلي چې د ۱۲ اشاريه ۴ کيلومټره په اوږدو کې درې زره هکټاره ځمکه خړوبوي خو اوس د سيند څپو ياد کانال سخت ځپلی دی.
د دې موسسې مشر ډاکټر ناکامورا وويل، چې د دغه کال د بيارغوونې په چارو کې به په مستقيم ډول ۹زره او ۲۸۵ کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړي او پر دې سربېره به د اوبو حجم هم ورسره زيات شي.
دی وايي، اوس هڅه کېږي چې کانال ته نوی رنګ او د وخت د اړتياو مطابق نوی ډيزاين هم برابر کړي.
د مرواريد کانال په ۲۰۰۲ کال کې رغول شوی چې د ښېوې ولسوالۍ اړوند ۳۰۰۰ جريبه للمي ځمکه يې خړوبه کړې او خلکو ته يې د ګټې وټې او کروندګرۍ ښې زمينې برابرې کړې دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته