پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لسګونه دوکاندارانو دننګرهار ولایت مخته لاریون وکړ
نیټه:


 
غاصیب نه منو ، دولتي ځمکه له غصب څخه وژغوري د دغه شعار په ورکولو سره د ننګرهار ولایت مقام مخې ته د سره رود ولسوالۍ د سیاسنګ سیمي لسګونه دوکاندارانو لاریون وکړ. 
لاریونوال وايي په ډيره سختي يي په ياده سیمه کې دوه کاله وړاندې دوکانونه جوړ کړې او د سره رود ولسوالۍ ورته د کار او دولتي بودیجې ته د پېسو د تحویلولو تعرفي هم ورکړي ، خو اوس يوه ځايي زوراکي د يادې سيمې د غصب کولو هڅه پیل کړي ده . 
دوي ادعا کوي چې د سره رود ولسوالۍ د ښاروالۍ مسولین په ياده برخه کې چپه خوله دې او هڅه کوي چې پر دوې خپله ناقانونه پریکړه ومني ، خو دوې هیڅکله يادې پریکړې منلو ته حاضر نه دي.
  دوي وايي دغه ستونزه يې د سره رود ولسوالۍ د ښاروالۍ مسولینو سره شریکه کړي ، خو تراوسه يي کوم اقدام نه دې ترسره کړي. 
په همدې حال کې د سره رود ولسوالۍ ښاروال محمد عمر  مني چې دوی يادو دوکاندارانو ته د کار جوازونه ورکړي ، خو زیاتوي چې يوه کس د سړک د جوړیدو په موخه دغه کار کړی او دوي به هېڅکله کوم زوراکي ته په ياده سیمه کې د دولتي ځمکي د غصب اجازه ورنه کړي. دا په داسې حال کې ده چې لا هم په ننګرهار کې ګڼې دولتي ځمکې شته چې د زوراکانو له لوري غصب شوي او حکومت نه دی توانیدلی چې ټوله ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاص کړي .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته