پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کمیسیون: دطالب زندانیانو پر تبادلې غبرګون ښودلی دی
نیټه: Thu, 14 Nov 2019 10:09:43 +0000

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د طالب زندانیانو پر تبادلې غبرګون ښودلی دی. 
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی د سولې لپاره له هر ډول اقداماتو ملاتړ کوي، خو د عدالت له تامین او د قربانیانو غوښتنو ته له پاملرنې پرته د زندانیانو ازادول او تبادله د اندېښنې وړ ده.
 د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د افغان جګړې قربانیان د عدالت د تامین او د عاملینو د نیولو غوښتونکي دي خو که ددوی غوښتنو ته پام نه کېږي نو پر سوله بې باوري رامنځ ته کېږي. 
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر افغان حکومت غږ کړی چې د ورته مسایلو په اړه له پوره احتیاط کار واخلي او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته